د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مشر مفتي نورولي محسود خپل تازه ویډیو یي پیغام کې پاکستاني علماء ننګولي او غوښتنه یې ترې کړي چې نور دې دوی ته د دهشت ګر او ګمرهانو نوم نه کاروي. نوموړي پاکستاني علماوو ته په خطاب کې ویلي چې “ دې استاد او شاګرد درناوي په دایره کې له تاسو غوښتنه کوو چې د سيپتمبر یولسمې پېښې وروسته تېرو شلو کلونو جګړې شاهد یاستی. او دغه جګړه کې د پاکستان ادارو او ځواکونو کردار هم تاسو ته معلوم دی. دغو ټولو حقایقو ته په کتو ،موږ ته ځواب راکړی چې ایا موږ خو به غلط نه وو ، که چېرې موږ په سمه وو نو بیا خو زموږ په مقابل طرف کې مه ودریږی”.
نوموړي دې ویډیو يي پیغام کې دا هم ویلي چې “موږ د اا حکومت په منځګړتوب تېر یو کال راهیسې د پاکستان حکومت سره د مذکراتو او اوربند سلسله جاري ساتلي وه، خو د پاکستان حکومت د خپلو تعهداتو خلاف اوربند مات کړلو. نو موږ هم خپلو مجاهدینو ته د ځوابیه او انتقامیه بریدونو ترسره کولو اجازه ورکړله”. د یادولو ده چې د پاکستاني طالبانو مشر دغه پیغام ته تر اوسه پاکستاني علماوو غبرګون ندی ښودلی.