د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په خپل تازه بیان کې ویلي چې د چین د پوځیانو سره یې د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي، چې درې اونۍ به دوام وکړي. د ISPR په وینا، د دې پوځي تمرینونو موخه د ګډې روزنې له لارې مسلکي مهارتونو ته وده ورکول او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کول دي.
د چین د دفاع وزارت هم په خپل تازه بیان کې ویلي چې یادو تمرینونو لپاره یې له ۳۰۰ زیات پوځیان پاکستان ته استولي دي.
د یادونې وړ ده چې د ترهګرۍ ضد دغه ګډ پوځي تمرینونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په سیمه کې دواړو هېوادونو ته د ترهګرۍ ګواښ لوړه کچه ته رسېدلی دی.