پاکستان د پیسو نړیوال صندوق ( ای ایم ایف) څخه د پورونو تر لاسه کولو لپاره هغو شرطونو ته بلاخېره غاړه کېښوده چې د مودو راهیسې یې ترې انکار کاوه. پاکستان به دې ای ایم ایف له شرطونو سره سم د ۱۷ اولسم بست څخه تر ۲۲ دوه ویشتم بست پورې د ټولو لوړ پوړو چارواکو شتمنۍ څرګندوي. د یادولو ده. چې دا به د پاکستان په تاریخ کې لومړۍ ځل وي چې لوړ پوړي چارواکي چې فساد کې تر ستوني ښکېل دي، د ناچارۍ له امله خپلې شتمنۍ څرګندوي.