د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد او د پنجاب ایالت کې نن د دسمبر په ۱۶مه نېټه ټولې ښوونځي د امنیتي اندېښنو له امله بندې شوې دي
د رسنیو د سرچینو له مخې، د پاکستان استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې نا پېژندل شوي وسلهوال کیدای شي په اسلامآباد، لاهور، راولپينډي او نورو سیمو کې ښوونځي د ځانمرګي بریدونو هدف وګرځوي. د احتیاطي تدابیرو په توګه، د پنجاب ایالتي چارواکو د ټولو ښوونځیو د بندېدو امر کړی دی
د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) رسنیو ته ویلي چې د دوی استخباراتي راپورونه ښیي چې بریدګر یو ۱۰ کسیز ډله ده، چې شپږ تنه یې ځانمرګي بریدګر ګڼل کېږي. راپورونه ښیي چې کیدای شي دغه بریدونه په اسلامآباد، راولپنډي او لاهور کې ترسره شي
دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې په څو پاکستاني ښارونو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د پاکستان حکومت د دغو پېښو پړه پر هغو “د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو” اچوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. خو د افغانستان د طالبانو حکومت په پرلهپسې توګه دغه ادعاوې رد کړې دي