په افغانستان کې د لوږې د کړکیچ د زیاتیدو له راپورونو سره سم، ویل کیږي چې د هند له خوا د پاکستان له لارې افغانستان ته د مرسته شویو غنمو بهیر درول شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا له افغانستانه د ۳۹ لاریو یو کاروان په دې وروستیو کې د هند د مرسته شویو غنمو د لېږدولو لپاره د تورخم له لارې خالي لاس افغانستان ته راستون شو.
ځکه چې د پاکستان خارجه وزارت د بهرنۍ همکاری هغه تړون تمدید نکړ چې د کوم په اساس هند افغانستان ته غنم استول.