د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، زهره بلوچ، په خپل تازه بیان کې ویلي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ورپېښې ترهګرۍ په اړه یې خپله ژوره اندېښنه له امریکا سره شریکه کړې ده.
زهره بلوچ په خپل اوونیز بیان کې تور پورې کړ چې “په افغانستان کې د پاکستان ضد قوتونه د ترهګرو ملاتړ کوي، چې له امله یې د پاکستان امن او ثبات ته جدي زیان رسېدلی دی. موږ په دې اړه ژوره اندېښنه لرو چې زموږ دښمن قوتونه د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکوي.”
د نوموړې په وینا، د افغانستان او سیمې ضد ترهګرۍ د زیاتېدو په اړه یې تېره اوونۍ په اسلاماباد کې د چین او روس ځانګړو استازو سره هم خبرې کړې دي، خو هغې د دغو خبرو جزئیات نه دي وړاندې کړي.
زهره بلوچ په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: “موږ هیله لرو چې د افغانستان واکمن به د دوحې تړون او خپلو ژمنو ته په پام سره، د ترهګرۍ پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.”
هغې وویل: “موږ دا مهال له امریکا سره هم خبرې کوو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان واکمن د دوحې تړون پلي کولو کې پاتې رانشي او له افغانستان څخه د سیمې امنیت ته ورپېښ ګواښونه له منځه یوړل شي.”
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغانستان دا ډول تورونه لګوي. تر دې وړاندې هم پاکستان په بیا بیا دا ډول ادعاوې کړې دي، خو د افغانستان واکمنو دا تورونه په ځلونو رد کړي دي.