د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن خپل تازه مطبوعاتي بیان کې د اسلام همکاریو سازمان غونډه کې د عمران خان پر وینا توندې نیوکې کړي، او عمران خان یې افغانانو ته په توهین او افغانانو تر منځ تفرقې اچونې تورن کړی. یاد بیان یوه برخه کې زیاته شوي چې « افغان جمهور رئیس د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلی عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي، همدارنگه دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي، ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی» همدا شان د بیان بله برخه کې
پخوانی جمهور رئیس د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې « د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي، په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي».