د پروان ولایتي شورا غړی، عبدالمتین قدوسی هېواد پریس ته وایي چې دغه پیښه تیره شپه د بګرام هوایي ډګر پوځي فرقې جومات کې دننه رامنځته شوي چې په پایله کې یې یو کس ژوند بایللی او پنځه نور کسان ژوبلیدلي دي.
ښاغلی قدوسي زیاتوي چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
له دې سره بیا یوه بله سرچینه وایي چې دغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شل نور کسان ژوبلیدلي دي.