پنجشېر کې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او د افغانستان پخواني جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح مقاومت ځواکونو د طالبانو سره نښته کړي، او د یادو ځواکونو دوه سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې پر پنجشیر د طالبانو برید په شاه تمبول شوی، او په ترڅ کې یې ۷ طالبان هم وژل شوي. خو د طالبانو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې طالبانو لا پر پنجشېر حمله نده کړي ، بلکې یوازې محاصرې په حالت کې دی، او طالبان هڅه کوي چې دا موضوع د خبرو د لارې حل کړي