د پاکستان پلازمینې اسلام اباد څخه راپورونه وايي چې یو موټر بم ځانمرګي برید له امله ۷ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله نن دیسمبر درویشتمه اسلام اباد کې رسنیو ته د ځانمرګي برید پخلی وکړ او زیاته يې کړه چې یاد برید کې یو پولیس په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور پولیس ټپيان شویدي، د نوموړي په وینا ، بریدګر غوښتل چې یو مهم هدف ته ځآن ورسوي خو د بنو له پیښې وروسته د پاکستان ټولو امنیتي ځواکونو ته دې تیارسی امر شوی وو ، نو دې همدې امله د ځانمرګي بریدګر موټر د اسلام اباد ای ټين سیمه کې د تلاشی په موخه د پولیسو لخوا ودرول شوو نو ځانمرګي برید ګر سمدستي ځانته چاودنه ورکړله چې له امله یې ۱ پولیس په ګډون درې تنه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي ، همدا شان سیمه کې د پولیسو موټر هم ویجاړ شوي او د یاد برید څخه د بریدګر مبایل تلیفون پولیسو لاسته ورغلی چې څېړنه به يې وشي، د یادولو ده چې دې تېرې میاشتې راهیسې پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د جګړې اعلان وروسته ټول پاکستان کې امنیتي پیښو کې زیات والی راغلی ، د کوم له امله چې پاکستان حکومت ټوله پړه پر کابل واکمن طالبانو حکومت باندې اچوي. اسلام اباد تور پورې کوي چې پر کابل واکمن طالبانو حکومت افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ځواکونو ته امن ځآیونه ورکړي د کوم څخه چې د ټي ټي پي وسلوال پر پاکستان د بریدونو لپاره ګټه پورته کوي. خو پر کابل واکمن طالبانو حکومت په وار وار سره د اسلام اباد دا دعوه رد کړیده