د پنجاب څخه خبرونه وایي چې نن د پنجاب ایالت په جېهلم سیمه کې نامعلومو وسلوالو د لشکر طیبه جګپوړی مشر او د حافظ سعید خوریې، فیصل ندیم، چې په ابو قتیل شهرت درلود، په یوه هدفي برید کې وواژه.
خبري سرچینې وایي، فیصل ندیم د هند لخوا مطلوب و، او د لشکر طیبه د مهمو غړو له ډلې شمېرل کېده.
په عین حال کې، ناتایید شوي راپورونه ادعا کوي چې په دې برید کې د لشکر طیبه مشر، حافظ سعید هم لومړی ټپي شوی او وروسته روغتون کې د ټپونو امله مړ شویدی. خو د پاکستان رسمي سرچینو تر اوسه د دې خبر پخلی نه دی کړی.