راپورونه وايي چې د هغه د ټویوټا لینډ کروزر موټر لاندې شاوخوا 100 ګرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې سبب شول.
په دې پېښه کې د یفسیکوو میرمن هم ټپي شوې ده. ویل کېږي چې هغې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او صحي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې دا پېښه د ازوف ټولي بندیانو سره تړاو لري چې د اولېنوسکاوا زندان کې ساتل کېدل. یفسیکوو د هغو جنایي قضیو تورن و چې د 2022 کال د جولای په میاشت کې د زندانیانو د مړینې په اړه راپورته شوی وې.
د 2022 جولای ۲۹مه نېټه د اولېنوسکاوا زندان کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې په پایله کې لږ تر لږه ۵۳ اوکرایني جنګي اسیران ووژل شول او ډېری نور ټپیان شول.
دغه زندان کې اوکرایني پوځیان په ځانګړي ډول د ازوفسک ډلې غړي ساتل کېدل چې د ازوفستال له جګړې وروسته روسي ځواکونو نیولي وو.
د روسیې اړوند سرچینو ادعا وکړه چې دغه برید د اوکرایني ځواکونو لخوا د هیمارس راکټونو په واسطه ترسره شوی. خو اوکراین دا تورونه رد کړل او ويې ویل چې چاودنه قصداً د بندیانو د شکنجې او وژنې د پټولو لپاره ترسره شوېدی وه.
د سیټلایټ عکسونو او نورو شواهدو پر بنسټ داسې ښودل شوې چې دا بريد له بهر څخه د کوم راکټ په واسطه نه دی ترسره شوی، بلکې دننه ودانۍ کې قصداً چاودنه شوې ده.
دغه پېښه نړیوال غبرګونونه راوپارول او د سره صلیب نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د یوه خپلواکه پلټونکي ماموریت غوښتنه وکړه، خو تر اوسه ورته اجازه نه ده ورکړل شوې.