د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو بریدونو لړۍ روانه ده، چې له امله یې د پاکستاني پولیسو ۱۰ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
راپورونه وایي، چې د باجوړ ولسوالۍ په ګریګل سرحدي پوسته وسلوالو برید کړی، چې په پایله کې لږ تر لږه ۹ سرحدي پولیس ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. ویل کېږي، چې جګړه لا هم روانه ده.
بلخوا، د جنوبي وزیرستان د ډب کوټ په سیمه کې هم د پولیسو پر یو افسر هدفي برید شوی، چې په نتیجه کې هغه وژل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا پولیسو دواړه پېښې تایید کړي، خو لا یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د پېښور ښار کې هم یوه بمي چاودنه شوې، چې پکې د خیبر پښتونخوا نامتو دیني عالم، مفتي منیر شاکر وژل شوی. تر اوسه د دې برید مسؤلیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.