د روسیې د رسنیو د راپورونو له مخې، د دسمبر په ۱۷مه، په مسکو کې د یوې بمي چاودنې په پایله کې د روسیې د اټومي وسلو د دفاع مشر جنرال ایګور کیریلوف او د هغه مرستیال ووژل شول.
د روسیې د تحقیقاتي کمیټې د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې جنرال کیریلوف د خپل کور مخې ته هغه مهال ووژل شو کله چې په یوه برقي سکوټر کې ځای پر ځای شوې بم وچاودېده.
بلخوا، د اوکراین استخباراتي چارواکو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د دې برید تر شا د اوکراین لاس دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې پرون، د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) په غیاب کې جنرال کیریلوف د اوکراین په یوې محکمې کې د بند شوو کیمیاوي وسلو د پراخې کارونې په تور تورن کړی و.