د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان مکین سیمه کې دافغانستان او خیبرپښتونخوا کې د ناامنیو ، د پاکستان پوځ او ای ایس ای لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو وژلو ، ځورولو ، او ورکولو باره کې په زرګونه غړي نن په احتجاجي ډول راټول شوي وو او د پاکستان ریاست څخه یې غوښتنه کوله ، چې افغانستان کې د سولې ضد هڅو او خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو وژلو ، ځورولو ، ایسارولو او ورکولو څخه لاس واخلي. دغې لویې جلسې ته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ ګر او مشر منظور احمد پشتین هم ورغلی وو ، وینا کې وویل چې ،” پآکستان پوځ دې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ نماینده علي وزیر او د غورځنګ نور بند کړل شوي غړي زر تر زره راخوشي کړي. د پوځ لخوا لادرکه پښتانه دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي. خیبر پښتونخوا کې چې څومره ماینونه د پآکستان پوځ لخوا ځای پر ځای کړل شوي هغه دې وباسل شي. پاکستان حکومت او پوځ دې افغانستان کې هم د منفي کردار څخه لاس واخلي. په افغانستان کې اوس سړکونه، پلونه، پوهنتونونه او ښوونځي ودان شوي دي، خلک تعلیم حاصلوي، او یو داسې تیار افغانستان ړنګول پر ټول لر او بر پښتانه یو بوج اچول دي. او هلته چې د خلک یوڅه ژوند راجوړ شوی دی، هغه خرابول دي. دا ورانی دې نه کېږي. بلکې د افغان ولس رایې ته دې درناوی وشي. د افغانستان مخکینی او اوسنی حکومت د ولس په رایه راغلی او راتلونکې حکومت دې هم د ولس په رایه جوړ شي. د ولس د رایې پرته حکومت به په زور جوړول وي او په زوره راغلی حکومت د مسلې حل نه دی او پي ټي اېم په افغانستان کې یوازې د ولس په رایه حکومت مني. ده وویل پر ټولو ښکېلو غاړو ږغ کوي چې د ولس رایې ته دې احترام وشي”.
یادې احتجاجي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ بل فعال او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم ورغلی وو. هغې جلسې ته خپله وینا د پاکستان حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نیولو باره کې شروع کړله. محسن وویل چې “د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر ، حنیف پشتین او نور غړي پدې نیولي دي چې هغوی د دهشت ګردی خلاف غږ پورته کولو . دوی پښتنو ته امن غوښتلو. نن چې موږ دلته راټول شوي یو ، نو نن موږ لدغه ځایه د پآکستان په ریاست غږ کوو چې د پښتون لر او بر لوی قام ځورولو ، وژلو او ورکولو څخه لاس واخله. دا لوی قام په وژلو او ځورولو نه شي ماتولی. دا ځل به انشاالله تاسو ماتیږی”.