د پکتیا پولیسو ویاند محمد لعل امیري وایي چې د دوشنبې مازدیګر د پکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ اړوند حسن کلي کې د دوو کورنیو تر منځ ځمکې په سر وسلواله شخړه رامنځته شوي چې له امله يې د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د امیري په وینا چې پولیسو لومړیو اقداماتو کې د قاتلینو ډلې یو کس نیولی ، او نورو پسې پلټنې روانې دي