په دې وروستیو کې په پکتیا ولایت کې رسنۍ د اقتصادي او ځینو نورو ستونزو له امله د سقوط سره مخامخ دی.
د یاد ولایت د رسنیو مسوولین او خبریالان وایې چې په دغه ولایت کې اوس مهال زیاتره رسنۍ دې اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، دوي وایي، چې پخوا یې په ورځ کې شپاړس او اولس ساعته نشرات کول خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله په ورځ کې یوازې څو ساعته نشرات کوي، او ځينې یې یوازې تش په نوم پاتې دي.
د پکتیا ولایت یو تن خبریال عبدالرحمن ویاند وایي،” په پکتیا کې زیاتره که مونږ او تاسو تېر ته نظر وکړو، رسنۍ تر ډېره پورې اتو رسنیو فعالیت کوو، په خاص ډول راډیوګانو نو اوس زیاتره فعالې رسنۍ نه دي موجودې، د هغوي یوازې نومونه پاتې دي نور هېڅ نشته دې، زیاتره د سقوط سره مخامخ دي.
که دوي فعالیت هم کوي په داسې حالت یې کوي، چې دوي ده سقوط تر کرښې نیږدې شوي دي.
نو په تېر کې رسنیو چې سقوط کړی یوازینی لامل یې اقتصادي ستونزې وې.”
نجیب الله واقف په پکتیا کې دې یوې ځايي راډیو د نشراتو مدیر دی، دی وايي، ” رسنۍ د تېر په پرتله په اوس وخت کې بیخي په زیات بد حالت کې دي، پخوا یعنې په تېر نظام کې اقتصادي ستونزې دومره ډېرې نه وې او دلته دومره یو څه چاره برابریده، رسنۍ هم مصارف لري، لګښت لري، همکارانو ته معاشات ورکوي، همدرانګه په راډیو کې د برق مصارف همدرانګه نور مصارف چې دا اوس رسنۍ نه شي کولی په اسانۍ سره پوره کړي.
نو په اوس وخت کې رسنۍ وقعیاً له زیاتو ستونزو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي، نو کچېرې دا حالات همداسې دوام وکړي، رسنۍ همداسې پاتې شي اقتصادي وضعیت په همداسې حالت کې روان وي، نو امکان د ولري د پکتیا په شمول په زیاتو نورو ولایتونو کې هم رسنۍ سقوط وکړي.”
خو بل لوري ته د پکتیا ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي خالق یار احمدزی وایې، چې دوي په پکتیا ولایت کې د ټولو رسنیو ستونزو ته پر وخت رسیده ګي کړي ده، او د دوی ستونزې یې د اړوند ادارو سره شریکې کړي دي.
نوموړی وایي،”د دوی ستونزې د اقتصاد له ادرسه زیاتې شوي دي، مونږ د دوي ستونزې وخت په وخت د ولایت مقام او اړوند وزارت سره شریکې کړي دي، دغه راز دوي د برېښنا ستونزې یادوله هغه مو هم د برېښنا ریاست سره شریکه کړي ده.
په ټوله کې مونږ ژمن یو چې تر خپله حده پورې او د خپلو وصلو په چوکاټ کې ټولې ستونزې د دوي هغه چې د پوره کېدو وړ دی، هغه ور پوره کړو، ترڅنګ یې مونږ دوي ته د کار همداراز د خبر جوړونې همدرانګه د رسنیزو وصلو په چوکاټ کې ټولې ستونزې ورته هوارې کړو.”
په پکتیا ولایت پخوا د اتو غږیزو رسنیو په ګډون ګڼ شمېر رسنیو فعالیت کوو.
چې شمېر یې لسګونو ته رسیده، خو اوس له هغه جملې یوازې څو رسنۍ نشرات کوي، نوره ټولې د مالي او ګڼو نورو ستونزو له امله نشرات بند کړي دي.
که وضعیت همداسې دوام وکړې ښايي پکتیا کې پاتې فعالې رسنۍ هم د نورو په برخلیک اخته شي. نشرات بند او خپلې دروازې وتړي.
راپور: شفیق الله مشال