د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري نن رسنیو ته وویل چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیزو عملیاتو کې ۶۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵۴ نور يې ټپیان دي. او یاد عملیات لا هم روان دي
تر اوسه وسلوالو طالبانو د زرمت عملیاتو په تړاو څه ندي ویلي، خو ځآيي اوسیدونکو تېره اونۍ رسنیو ته ویلي وو چې طالبانو د زرمت ولسوالۍ ټولې لارې تړلي ، لارو او کوڅو کې يې لوی لوی خندکونه کیندلي