د افغانستان جنوب ختیځ ته پروت پکتیکا څخه خبري سرچینې وایي چې نامعلومو وسلوالو تېره ورځ د برمل ولسوالۍ اړوند میامي کلي کې د ماشومانو په ګډون یوې کورنۍ څلور غړي وژلي او یو تن یې ټپي کړیدی. د سیمې څخه ځایي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې د ماسپین شاوخوا دوه بجې وې چې کلي کې د ډزو غږونه واوریدل شول او له ډزو وروسته وسلوال له کلي په ارامه پر خپله مخه لاړل. او هیڅوګ یې هم مخته و نه دریدل. چې د پېښې ځایته په ورسیدو سره د وژل شویو جسدونه او یو ټپي پروت وه. د یادولو ده چې که څه هم واکمن حکومت په خوله ټول افغانستان کې د امنیت راپور ورکوي. خو دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د وژنو راپورونه ډېر شویدي.