د ۲۰۳ تندر قول اردو دویمې سرحدي لوا منسوبینو د پکتیکا ولایت تروې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې دوه طالبان د ۱۵۴ بوجیو امونیم نایټریټ سره یو ځای نیولي. د ۲۰۳ تندر قول اردو دویمې سرحدي لوا خبرپاڼې له مخې دا مواد په ۵۰ کیلويي بوجیو کې ځای پر ځای شوی وه او طالبانو غوښتل چې د ذکر شوو موادو څخه د ماینونو په جوړولو کې کار واخلي او بیا پر ملکي او امنیتي کسان په نښه کړي. همدا شان ددغو عملیاتو په ترڅ کې ۱ تراکتور ، یو موټر سایکل ، او د یادو موادو څخه ډکه یوه ۱۲ کیلويي بوشکه هم دې سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلي