نن د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار ګلبهار مارکېټ ته څېرمه نامعلومو وسلوالو پر دوو عیسوي پادریانو وسلوال برید کړی ، چې له امله یې یو پادري وژل شوی او بل ټپي دی. د پېښور پولیسو رسینو ته د یادې پېښې پخلی کړی. او د وسلوالو په ضد یې د پلټنو پيل خبر هم ورکړی. تر اوسه د یادې پېښې پړه چا په غاړه نده اخیستي ، خو د یوې میاشتې راهیسې پاکستان کې امنیتي پېښو زور اخیستی.