د نور الله په نوم د خیبر پښتونخوا اړوند پېښور ښار یو اوسیدونکی ادعا کوي چې د پېښور ګل بهار پولیسو تاڼې مخې ته غلو لوټلی. نوموړی وايي کله چې د ګل بهار پولیسو تاڼې مخې ته ورسیدم، نو مخې ته مې په وسله سمبال کسان ودریدل او په ما يې د لوټولو حمله وکړله. نوموړی وايي چې که څه هم ما مقاومت وکړ، خو غله پدې بریالي شول چې له ما اتیاه زر روپی مبایل او هر څه رانه ولوټي او په خپله مخه لاړ شي. نوموړی زیاتوي چې ما د مقاومت په وخت کې داسې هیله درلوده چې کیدای شي پولیس راشي او ما ترې خلاص کړي خو هیڅوک را نغلل او غله په خپله مخه لاړل. نو اوس زما د ګل بهار پولیسو تاڼې مشرانو څخه خواست دی چې ما ته دې انصاف راکړل شي. زه د پولیسو تاڼې مخې ته لوټل شوی یم.