د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازي یو شاویونګ افغانستان کې د ترهګرو ډلو او ګواښونو زیاتیدو په هکله اندیښنه ښودلي. نوموړي بي جینګ خبرو اترو مرکز سره خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ، چې د افغانستان پخواني پرځیدلي جمهوري حکومت په تناسب اوسني امارت نظام کې د اندېښنې وړ ترهګرۍ ډېره وده کړي. د نوموړي په وینا چې د جمهوریت په وخت کې یوه یا دوې ترهګرو ډلو افغانستان کې فعالیت درلود. خو د امارت په راتګ سره اوس افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمیر څه باندې شلو (۲۰) ته رسیدلی . او لدې امله چین ته دې ورپيښ خطر په هکله یې اندېښنه ښودلي. که څه هم د چین دغه دیپلومات ادعا د واکمنو طالبانو حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت رد کړیده. خو تیره ورځ د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله پر چینایي وګړو د وسلوالو یو برید کې یو چینایی وګړی وژل شوی. او څلور نور ټپیان شوي وه.