د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تازه بیان کې، چې د خپلې خواله رسنۍ ټروټ سوشل له لارې یې خپور کړی، ویلي چې هغه به د غیر قانوني مهاجرینو د ډلهییز شړلو لپاره ملي بېړنی حالت اعلان کړي. نوموړي ویلي چې دا پرېکړه به د هغه د کمپاین د کلکې ژمنې د عملي کولو لپاره کېږي.
منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د غیر قانوني مهاجرینو د شړلو لپاره به بیړنی حالت اعلان کړي. هغه زیاته کړه چې په امریکا کې د غیر قانوني مېشتو مهاجرینو د شړلو لپاره د تاریخ تر ټولو لوی پروګرام به پیل کړي. نوموړي وویل “په لومړۍ ورځ، زه به د امریکا په تاریخ کې د ډلهییز شړلو تر ټولو ستر پروګرام پیل کړم ترڅو مجرمین وباسم. زه به هر ښار او کلي وژغورم چې یرغل او نیول شوي، او موږ به دا ظالمانه او وینه تویونکي مجرمین په زندان کې واچوو، بیا به یې له خپلې خاورې څخه په چټکۍ سره وباسو.”
راپورونه ښيي چې د ټرمپ راتلونکی حکومت د ملي بېړني حالت د اعلان لپاره چمتووالی نیسي. د جودیشل واچ د مشر ټام فټن د څرګندونو له مخې، د دې اعلان په ترڅ کې به د پوځي امکاناتو کارولو ته هم لاره پرانیستل شي ترڅو په پراخه کچه د غیر قانوني مهاجرینو د شړلو چارې ګړندۍ شي.
ټرمپ د دې موضوع په اړه په ټینګار سره لیکلي:
“ریښتیا!!!”
نوموړي زیاته کړه چې د دې پروګرام په پیل سره به د متحده ایالاتو ملي امنیت خوندي او د قانون حاکمیت پیاوړی کړي.