د فرانسې څخه د خبریالانو خوندیتابه ټولنې خبریال ډانیل باسټارډ خپل تازه بیان کې د پټو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د تحریک انصاف ګوند لادرکه خبریال عمران ریاض سخت ربړول شوی او ښايي چې دې ډېرې شکنجې او ربړونې امله مړ شوی وي. د تحریک انصاف ګوند پلوی خبریال عمران ریاض چې دا مهال ۴۷ کلن وه. د روانې مې میاشتې په یولسمه سیالکوټ هوايي ډګر څخه د پاکستان امنیتي ځواکونو جامو کې کسانو پورته کړ او تر ننه يې د مړي یا ژوندي معلومات نشته. د یادولو ده چې تېره اونۍ د لاهور سترې محکمې هم دوه ځلې د پاکستان پولیسو او خفیه ادارو ته امر کړی وو چې اغوا کړل شوی خبریال محکمې ته د پوښتنو ګرویږنو لپاره حاضر کړي خو د پاکستان امنیتي ځواکونو يې د نیولو یا بندي کولو څخه محکمې ته انکار کړی. د یادولو ده چې د روانې مې په نهمه د تحریک انصاف ګوند تاوتریخوالي ډګو مظاهرو امله د پآکستان واکمن حکومت د یاد ګوند مشرانو او مخکښو کسان په ګډون زرګونه پلویان نیولي. چې تر دې دمه دې ډېرو نیول شویو برخلیک نامعلوم دی. او کوم کسان چې راخلاصیږي. مستقیم د پاکستان پریس کلب ته ځي او هلته د تحریک انصاف څخه د جدايي اعلان کوي.