د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې لخوا خپره شوي خبري اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د اجراییه ریاست بست ته د ازادې او شفافې سیالۍ له لارې له ګڼو کسانو ازموینه اخیستي وه، چې په پایله کې یې ډاکټر حامد شینواري یاده ازموینه کې د بورډ اجرایوي ریاست بست ته بریالی او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.