ټرمپ د بريکس هيوادونو ته خبرداری ورکړی چې که دوی د ډالر وړاندې د بدیل په توګه نوي اسعارو رامنځ ته کولو پلان ته دوام ورکړي، نو پر دوی به د “100٪ تعرفې” ولګوي.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه “Truth Social” کې ویلي چې د تعرفو سربېره د دې هیوادونو لپاره د متحده ایالاتو سره تجارت به هم محدود کړي.
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د BRICS هیوادونو لپاره د یوې واحدې کرنسۍ رامینځته کول لا ډېر وخت ته اړتیا لري او دا مهال داسې کوم هدف شتون نه لري.
هغه یادونه کړي ده چې روسیه دمګړۍ د خپلو سوداګریزو اړیکو دوه پر درېیمه برخه په ملي اسعارو ترسره کوي، په داسې حال کې چې د BRICS هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه 88٪ ملي اسعارو سره ترسره کیږي.