تېرو څلوویشتو ساعتونو کې شمالي او جنوبي وزیرستان کې د نامعلومو کسانو لخوا پنځو هدفي وژنو لړ کې یو قبایلي مشر، یوه مېرمن او درې نور عام کسان وژل شوي
ځايي پولیسو رسنیو ته منلي چې تېره شپه شمالي وزیرستان دته خېلو سیمه کې یو قبایلي مشر ګل صاحب کور ته نامعلومه وسلوال ورغلي، او یاد قبایلي مشر يې کور دننه وژلی . همدا شان بلې جلا ورته پيښه کې بیا نامعلومه وسلوال په جنوبي وزیرستان سراوروغه کلي کې یو کور ته ورغلي او یوه میرمن يې کور دننه وژلي. ها خوا بیا شمالي وزیرستان کې درې نورو جلا پیښو کې درې نور کسان هم نامعلومو وسلوالو وژلي
په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د تېرو لسو کلونو راهیسې غیر مسؤل وسلوال چې د سیمې خلک يې د ښو طالبانو په نوم هم پیژني د پاکستان پوځ په خوښه خلاص تڼۍ ګرځي، څوک چې کله هم د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو غیر قانوني کړنو،ریاستي ترهګرۍ خلاف، امن او یا سولې باره کې خبرې وکړي ، نو بیا دغو غیرو مسؤلو وسلوالو ورته کار کتلی وي. د یادولو ده چې ددغه غیرو مسؤلو و وسلوالو ظلمونو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ هم تېرو درو کلونو راهیسې په سوله ییز ډول مبارزه روانه کړیده، او دې لویو مظاهرو په ترڅ کې يې د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو وار وار غږونه هم کړي چې دا غیر مسؤل وسلوال چې کټ مټ دې کرايي قاتلانو په شان کردار لري ، د پښتونخوا له ټولو سیمو وشړي، خو د پآکستان پوځ تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو او نارو خپل غوږونه کاڼه کړيدي