نن ماذدیګر مهال د کابل هوايي ډګر ګڼې ګوڼې کې دوو غبرګو چاودنو د ۱۲ امریکایانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ افغانان ووژل او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړل. د امریکا مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینت فرانک مک کینزي د چاودنو وروسته د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې ، د کابل غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه د متحده ایالاتو پوځ ۱۲ سرتیري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. همدا راز کابل کې د روغتیا چارواکو هم رسنیو ته منلي چې د یادو چاودنو له امله ۶۰ ملکي افغانان وژل شي او ۱۴۰ پورې نور کسان ټپيان دي. طالبانو هم خپل تازه بیان کې یاد برید غندلی او تازه خبرپاڼه کې یې ویلي چې دا برید د امریکایانو کنترول ساحه کې شوی ، او طالبان هلته د امنیت مسولیت په غاړه نلري. بلخوا ته د امریکا جمهور رئیس جوبایډن هم د چاودنې وروسته یوه خبري کنفرانس ته راڅرګند شولو، او د یادې پېښي پخلي تر څنګ یې وویل چې امریکا به هیڅکله ددغه برید ترسره کوونکي و نه بښي او نه به يې هېر کړي. د بایډن په وینا چې امریکایي ځواکونو به د نن ورځې بریدونو کې ښکېلو کسانو پسې پل ووهي، او د خپل عمل په سخته سزا به یې ورسوي. بایډن د افغانستان څخه د امریکایانو وتلو ماموریت په دوام هم ټينګار وکړ، او زیاته یې کړله چې امریکا په خپلو خبرو او پریکړو ولاړه ده.
د یادولو ده چې د داعش خراسان ډلې رسنیو ته په یوه استول شوي بریښنالیک کې د یاد برید مسولیت په غاړه اخیستی.