د افغانستان عامې روغتیا یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون باندې ډله یز برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. طالب چارواکو هم منلي چې برید شپږ کسیزه ځانمرګو کړی. چې دوه کسانو یې روغتون دروازه کې چاودنې کړي او پاتې څلور کسان روغتون ته دننه شوي او یو شمیر کسان یې ټپیان او وژلي دي. وژل شویو او ټپیانو کې د طالبانو امنیتي کسان هم شامل دي. ناتایید شوي راپورونه وايي چې د کابل نني برید کې د طالبانو کابل قول اردو قومندان مولوي حمد الله هم وژل شوی. خو طالبانو تر اوسه د یاد خبر پخلی ندی کړی. بلخوا ته د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د کابل ننۍ برید د داعش ډلې کار وو. او ۱۲ تنه چې درې تنه طالبان او پاتې ملکیان وو ، یاد برید کې وژل شویدي. همدا شان د طالبانو امنیتي ځواکونو هم ټول برید کوونکي داعشیان له منځه وړیدي.