کابل کې د طب پوهنځۍ یوې محصلې رسنیو ته یوه استول شويویډیوي پیغام کې ادعا کړي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پخوانيویاند قاري سعید په زوره ځانته نکاح کړي، شکنجه کړي او جنسي تیريیې پرې کړي. خواله او خبري رسنیو کې داسې دوې ویډیوګانې لاس پهلاس کیږي چې یوه ویډیو کې د الهه په نوم طب پوهنځۍ یو محصلهالهه ادعا کوي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاريسعید خوستي په زوره ځانته نکاح کړي. او د شکنجو لاندې يې پرېجنسي تیري کړي. او ادعا کوي چې په زوره یې ترینه ځینې ناوړهکارونو کولو اعترافونه یوې ویډیو فلم کې هم اخیستي. نوموړي داویډیو کې وایي چې شاید لدغه ویډیو پیغام وروسته زما ژوند ته خطرهزیاته شي. او ژوندی پاتې نشمه. دوهمه ویډیو چې په خبري او خوالهرسنیو لاس په لاس کیږي هغې کې ښکاري چې قاري سعید خوستی دنوموړي محصلې کور ته ورغلی خو هغوی ورته وایي چې زموږ له کورووځه، موږ نه غواړو تاسو سره خبرې وکړو یا زموږ کور دننه پاتې شی. خو قاري سعید ورته وایي چې که تاسو ما ته اجازه رانکړی ، بهر مېوسلوال کسان ولاړ دي، خو ویډیو کې بله میرمنه چې ګومان کیږي دنوموړي محصلې مور کیږي په ډېره زړورتیا سره قاري سعید ته وایيچې موږ دې له هیچا هم نه ډاریږو او ته موږ په وسلوالو کسانو نشېډارولی. له هغې وروسته قاري سعید په زور له کور باسل کیږي او دې شاهلخوا پرې د بیلچې یا بېل وار کوي او شاته یې پرې وهي خو قاری سعیدهیڅ عکسلعمل نه ښایي او له کور څخه پښې سپکوي.
بلخوا خوا تهقاري سعید خوستي پر خپل ټویټر تازه بیانونو کې ویلي چې نوموړيجینۍ سره یې شرعي نکاح واده کړی وو، خو چې کله پوه شولو چېنوموړي جینۍ عقیدوي مشکل لري نو اړیکه یې ورسره شلولي دنوموړي په وینا، “ ۶میاشتې وړاندې مې د الهه نومې نجلۍ سره د هغېپه غوښتنه واده وکړ،وروسته مې ولیدل چې نوموړې دعقیدې،باورمشکل لري. هڅه مې وکړه دنصېحت،بحث له لارې یې عقاید سم شي،مګرنتیجه يې ورنکړه،تر دې چې په واضح ډول یې مقدساتو ته سپکاوی وکړاو د قران کریم توهین یې وکړ چې د هغې ثبوت هم شته”
قاري سعید خپل بل ټویټ کې زیاتوي چې پر نوموړي جینۍ یې زورزیاتی ندی کړی، که د اا په محاکمو باور لري په ما دې عریضه وکړي.دنوموړي په وینا “ه رب العالمین قسم هغه ته حتی ما څپیړه نه ده ورکړې.
که هغه د اسلامي امارت په محاکمو باور لري رادې شي په ما دې عریضه وکړي که زه مجرم شوم محکمه دې ماته سزا راکړي که د امارتپه محاکمو باور نه لري هرې محکمې ته دې تګ غواړي زه ورسره تیار یم”.