کابل نن بیا دې یوې خونړۍ چاودنې شاهد وو. دا چاودنه چې ۴ نیمې بجې شاواخوا رامنځته شوله ، دې سیدا لشهدا ښوونځي لسګونه زده کوونکو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، چاودنه د پلازمېنې کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اتفاق ښارګوټي ته څېرمه د سید الشهدا ښوونځي سره نېږدې شوي.
چې تر دې دمه دوی ته د ۳۰ کسانو وژل کیدو او ۵۲ کسانو ټپیان کیدو خبر ورکړل شوی. طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړي. او غندلی يې هم دی. ورته مهال کابل کې د امریکا، جاپان، برتانيې، چین سفارتونو او د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو هم دا پېښه غندلي. او افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي په رامنځته کیدو د تاوتریخوالي پایته رسیدو غوښتنه يې کړیده.