نن د کابل ښار غربي برخې دشتي برچي سیمه کې د سپرلیو تونس ډوله موټر پسې نښلیدلي بم چاودنه کړي چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. سرچینې وايي چې یاده چاودنه کې د اریانا نیوز تلویزن ژورنالیست حمید سیغاني وژل شوی او دوه ملکیان ټپیان شویدي . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې پیښه موټر کې د اور لګیدنې امله رامنځته شوي خو عیني شاهدانو بیا رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د مقانطیسي بم چاودنې له امله رامنځته شوي.