امریکايي خبريال ټاکر کارلسن د قطر د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره په خپله تازه مرکه کې ويلي چې امکان لري امریکا ډېر ژر د ایران پر اټومي تأسيساتو برید وکړي.
کارلسن د مرکې پر مهال د یوې پوښتنې په ترڅ کې ال ثاني ته وویل چې “دا مهال سپینه ماڼۍ او کانګریس د ایران پر اټومي تأسيساتو د برید په اړه له سخت فشار سره مخ دي، او امکان لري کانګریس ډېر ژر دا پرېکړه تصویب او واشنګټن یې عملي کړي.”
ال ثاني: پر ایران برید به سیمه له سخت کړکېچ سره مخ کړي. نوموړي خبرداری ورکړ چې “پر ایران برید به د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي، ځکه چې تهران به خامخا د دې برید ځواب ووايي، او دا کړکېچ ښايي زرګونه مایله پراخ شي.”
هغه زیاته کړه: “زموږ هېواد د ایران پولې ته ډېر نږدې دی، او که د ایران پر اټومي تأسيساتو برید وشي، نو دا به پر موږ هم ناوړه اغېز ولري. له همدې امله، موږ پر دیپلوماتیکو هڅو ټینګار کوو څو د دې شخړې سولهییز حل وموندل شي.”
کله چې کارلسن د ایران اتؤمي پرګرام په اړه د قطر دريځ وپوښت ، آل ثاني زیاته کړله چې « ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري” نوموړي وویل: “موږ نه غواړو چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، ځکه دا به د سیمې هېوادونو ته ستر امنیتي تهدید وي. خو ایران ټينګار کوي چې د دوی اټومي فعالیتونه یوازې ملکي موخې لري، نه د وسلو جوړولو لپاره. تر دې دمه، موږ داسې شواهد نه لرو چې ایران دې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کړې وي.”
هغه زیاته کړه: “د ایران مشر علي خامنهاي هم فتوا ورکړې چې ایران به هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه ونه کړي.”
د یادولو ده چې بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره ورځ د ایران مشر علي خامنهاي ته د ایران د اټومي پروګرام په اړه یو رسمي لیک استولی، خو تر اوسه د دې لیک د محتوا په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.