د افغانستان کریکټ بورډ خبر له مخې د افغانستان کریکټ تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې نن د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د متحده عربي اماراتو تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو په لوی توپیر سره ماتې ورکړه او په یادې لوبلړۍ کې یې پرلپسې دویمه بریا ترلاسه کړه. د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې له دې وړاندې د پاکستان لوبډلې ته هم د ۱۰۰ منډو په توپیر سره لویه ماتې ورکړې وه.