د کلیفورنیا څخه خبرونه وایي چې نن پنجشنبه ماسپیښین ناوخته یوه وړه RV-10 ډوله الوتکه د ارینج ولسوالۍ اړوند فولټر هوایي ډګر ته څېرمه د فرنیچر جوړولو فابریکې یو تجارتي ګودام په سر راغورځیدلي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي، او ۱۸ نور ټپیان دي.
د فولټر پولیسو رسنیو ته د یادې کوچنۍ الوتکې غورځیدل تایيد کړي. او زیاته کړیده چې د ټپیانو څخه ۱۰ کسان یې روغتون ته لیږدول شوي. او ۸ کسان د پېښې ځای کې د برسیرنو ټپونو پټی کولو وروسته کورونو ته رخصت کړل شوي. او د پېښې په اړه هم څېړنې پیل کړیدي.