د کندوز څخه ځایي سرچینې وايي چې نن د کندز مرکز اړوند خان اباد بندر سیمې کې د اهل تشیع هېوادوالو سیدا اباد جومات دننه د جمعې لمانځه مهال یو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ګڼ شمیر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتي. د کندز څخه د طالبانو ویاند مطیع الله روحاني رسینو ته دې پیښې پخلی کړی ، او ویلي چې یاد برید کې ۸۰ اتیاه کسانو ته مرګ ژوبله اوړیدلي. خو بلو پلوه ته ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې یاد برید کې۲۰ شل کسان وژل شوي ، او لسګونه نور ټپیان دي. تر اوسه د یاد برید پړه چا پر غاړه نده اخیستي.