افغان ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۲۲ وسلوال طالبان وژلي او ۱۸ نور يې ټپیان کړي. همدا شان د وسلوالو طالبانو یو شمیر وسلې او مهمات هم یادو عملیاتو کې له منځه وړل شوي. وسلوالو طالبان د یاد خبر په هکله تر اوسه غبرګونه ندی ښودلی.