د ملي دفاع وزارت تازه بیان کې راغلي چې د ملي ځواکونو هوايي بریدونو کې يې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې ۶۵ طالبان په نښه کړي چې ۵۲ يې وژلي او ۱۳ نورې يې ژوبل کړي. ملي دفاع وزارت وايي چې وژل شویو کې د طالبانو درې مهم قوماندانانو کې یو د ارزګان ولایت د لایزري قطعې قوماندان شکیب او ۲ نور د هلمند د کجکي ولسوالۍ لپاره د یاسر په نوم د لایزري قطعې قوماندانان وه. همدا شان دې بریدونو کې د طالبانو یو شمیر وسلې او مهمات هم ویجاړ شوي