د کوئټه څخه خبرونه وایي چې نن د ګاهی خان چوک ته څېرمه سریاب سړک باندې د وسلوالو یو برید کې څلورو پاکستانیو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي. یوې خبري سرچینې د ځایي پولیسو په حواله هیواد پریس ته ویلي چې یاد برید کې دوه پولیس وژل شوي. او دوه نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا چې وسلوالو د برید په ترڅ کې پولیسو باندې بمونه هم غورځولي. او له برید وروسته په خپله مخه تللي.
د یادولو ده چې نن د خیبر پښتونخوا درو ښارونو ( کرک، مهمند او پېښور ) کې هم امنیتي پېښې شوي. چې له امله یې درې پاکستاني پوځیان هم وژل شویدي.