ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یو عباس نومي پاکستاني ترهګر په ګډون دوه تنه د یو میل کلاشینکوف ، یو لاسي بم او یوه اندازه مهماتو سره یو ځآی نیولي دي. ملي دفاع وزارت وايي چې یاد پاکستاني ترهګر په کونړ کې د امنیتي ځواکونو نښه کولو مسؤل وه