د کونړ یو شمېر دیني عالمانو نن د یوه لاریون په مهال چې د اوربند په نوم يې په لاره اچولی وه ، په افغان جګړه کې ښکېلو خواوو باندې غږ وکړ چې اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي. لاریون کوونکو د رسنیو په وړاندې وویل ، چې د جګړې دواړه لوري باید د روژې مبارکې میاشتې د درناوي په پار چې د رحمت، سولې او د مغفرت میاشت ده اوربند وکړي او نور په هېواد کې وینې تویولو ته د پای ټکي کیږدي. تر څو افغانستان د تل لپاره د سولې،او پرمختګ کور وګرځي.