کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ رسنیو ته ویلي چې د افغانستان ملي پوځ ډګروال سردار محمد هوتک چې امریکا ته د پاکستان د لارې د تللو هڅه کوله ، د روانې سیپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه کوټه کې نامالومو کسانو تښتولی او تر دې دمه یې هیڅ درک نه لګیږي. د سردار محمد هوتک ملګرو رسنیو ته ویلي چې نوموړي ته د امریکا لخوا بریښنالیک ورغلی و چې کراچۍ کې دې دوی قونسلګرۍ ته ځان ورسوي. خو د کوټې منان څلور لارې کې یو سرف ډوله موټر څخه کسان پسې ورښکته شوي او هوتک یې له ځان سره وړی. کوټه کې افغان قونسل جنرال عبدالخالق ایوبي رسنیو ته ویلي چې دوی د هوتک له تښتولو خبر دي، او پدې هکله یې پاکستاني چارواکو سره اړیکه نیولي خو هغوی ورته ویلي چې هوتک په هکله معلومات نلري. د یادولو ده چې دا لومړۍ ځل ندی چې د پاکستان په خاوره کې افغان چارواکي لا درکه کیږي. پخوا هم یو شمیر افغان چارواکي لادرکه شوي. او بیا موندل شوي. هغه وخت هم ځينو افغان سرچینو رسنیو سره دې دا شان افغان چارواکو لادرکیدل د پآکستان استخباراتو شبکې ای ایس ای کار بللی وو.