نن د کویټې ښار سریاب سړک ته څېرمه بلوچستان پوهنتون ته نیژدې د پاکستان پولیسو پر کاروان په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي بم چاودنې له امله ۱ پاکستانۍ پولیس ووژل شولو او ۱۳ دیارلس نور ټپيان شول. د پېښې له ځایه سي سي ټي وي کمرې انځورونه کې ښکاري چې د چاودنې مهال خلک د ځآنونو ژغورلو هڅې کوي.د کویټې ښار پولیسو هم د یاد برید پخلی کړی او رسنیو ته یې ویلي چې عامیلینو پسې مو لټون پیل کړی. که څه هم دې یادې حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخیستي. خو په تېر کې ورته بریدونو مسولیت ډير وخت بلوڅ بیلتون پاله ډلې په غاړه اخیستلي.