د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون نن د ملګرو ملتونو نړیوال کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې، “د افغان مېرمنو په وړاندې د جینسي تبعیض امله دې د طالبانو مشران د جرمونو نړیواله محکمې ته راکش کړل شي”.
ګورډن براون
ښاغلي ګورډن براون یاد کنفرانس ته خپلې وینا یوې برخه کې دا هم زیاته کړله چې” د افغانستان سره د زده کړو برخه کې د نړیوالو مرستې د افغان مېرمنو لپاره د زده کړو بېرته اجازې ورکولو پورې تړلي دي”. ښاغلي براون خپلو خبرو کې وویل چې “که چېرې پر افغانستان واکمن طالبان افغان مېرمنو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړي. نو د زده کړو په برخه کې به ټولې نړیوالې مرستې وځنډول شي. او پر هغو مرستو به نور داسې نوښتونه رامنځته شي چې افغان مېرمنو او نجونو ته یا په انلاین یا د افغانستان بهر د زده کړو زمینه برابره شي”. براون خپلو خبرو کې د اسلامي نړۍ په مشرانو هم غږ وکړ چې کندهار کې د طالبانو مشرانو سره د افغان مېرمنو د تعلیم او کار په هکله خبرې وکړي. ځکه چې پر افغان مېرمنو او نجونو د طالبانو حکومت لخوا د زده کړو او کار بندیزونه د قران شریف له احکامو سره په ټکر کې دي. د یادولو ده چې د تېرو دوه کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي. پر افغان مېرمنو او نجونو یې د کار او زده کړو دروازې بندې کړيدي.