افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما لخوا تازه بیان کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د ناورين یو نوي پړاو ته ور دننه کيږي!
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه دفتر ویلي چې یاد ناورین د افغان مېرمنو په وړاندې پر کابل د واکمنو طالبانو حکومت سخت چلند له امله رامنځته کیږي. یاد بیان کې راغلي چې
“ د طالبانو لخوا دښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې دهغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي” .
د یادولو ده چې تېره ورځ امریکا څخه خپریدونکي ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي وو چې سپینه ماڼۍ د افغان مېرمنو په ضد د طالبانو وروستیو سختو فرمانونو په وجه طالبانو مشرانو ته پر بېلابېلو سزا ګانو فکر کوي.