د کاناډا راپورونه وایي چې د شنبې په شپه، د ایر کاناډا یوه الوتکه چې د سنت جانس نه هالیفکس ته روانه وه، د تخنیکي ستونزې له امله په هالیفکس نړیوال هوايي ډګر کې اضطراري ناسته وکړه. د ناستې پر مهال، د الوتکې د ځمکې سامان ناکام شو چې له امله یې الوتکه د باند نه ووته. د الوتکې چپ وزر ځمکې ته ولګېده او زیانمنه شوه
په پرواز کې یو مسافر رسنیو ته وویل چې د چپ وزر څخه لمبې لیدل کېدې او د اضطراري ناستې پر مهال دود کابین ته ننوتلی و
د هالیفکس د هوايي ډګر د اور وژنې څانګې ویلي چې د دوی ټیم سمدستي اور مړ کړ. خوشبختانه په دې پیښه کې کوم ټپي یا مرګ ژوبله نه ده راپور شوې
دا هم د یادونې وړ ده چې نن په سویلي کوریا کې ورته یوه پېښه رامنځته شوه، چیرې چې یوه مسافري الوتکه د اضطراري ناستې پر مهال د باند نه ووتله او اور یې واخیست. دې پېښه کې 179 مسافر وژل شوي او یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شوي