دا لیدنه چې نن د سپیدار په ماڼی کې ترسره شوي ، د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ددغه یو شورا یو شمیر نورو غړو د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ، کابل کې د امریکا سفارت شارزدفیر رووس وېلسن او افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اسکاټ مېلر سره پر افغان سولې ، استانبول کنفرانس ، نړیوالو همکاریو او له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتلو بحث او خبرې کړيدي
دې لیدنه کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغان ځواکونو سره د امریکا اوږد مهال مرستو، دې افغان سولې پروسې څخه ملاتړ او د افغانستان سره د نوی فصل اړیکو په ترڅ کې د امریکا بشردوستانه مرستو زیاتوالي خبر ورکړ او ډاډ يې څرګند کړ چې امریکا به یادو شویو مواردو کې افغانستان سره خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي