نن څو ساعته دمخه، د امریکا ټیکساس ایالت کې یو شکمن کس د یهودانو د عبادت خونې ته ننوتلو او د یهودانو عبادت مراسمو پر مهال یې ۴ کسان یرغمل کړل.
رسنیو ته ځآيي امنیتي چارواکو ویلي، چې شکمن تن د عافیه صدیقي ملاتړی و، او د عافیه صدیقي خوشي کولو غوښتنه یې کوله. عافیه صدیقي د پاکستان عصبي ساینس پوهه وه چې په 2010 کې د متحده ایالاتو سرتېرو د وژنې او برید هڅې په تور په 86 کاله بند محکومه شوي او دا مهال په زندان کې ده. د ټېکساس ایالت امنیتي چارواکو تازه رسنیو سره خبرو کې وویل چې ټول یرغمل شوي کسان په خوندي ډول خوشي شوي. شکمن برمته کوونکی وژل شوی. که څه هم چاراکو شکمن پیژندلی خو لا تر اوسه نشي کولای چې د هغه هویت خپور کړي.