اسحاق ډار د ټرمپ ادارې له چارواکو سره له لېدنې پرته واشنګټن څخه ناهیلی ستون شوی!
واشنګټن- فیبروري-۲۱-۲۰۲۵
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار چې واشینګټن ته د امریکا ډانلډ ټرمپ ادارې چارواکو سره لیدنو په تمه په یوه غیر رسمي سفر تللی وه. پاکستان ته ناهیلی راګرځیدلی او د ټرمپ ادارې هیڅ چارواکي د لیدو وخت ندی ورکړی.
ښاغلی اسحاق ډار چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارې هم ورغاړي دي ، تېره اونۍ امریکا ته د ټرمپ ادارې چارواکو سره لیدنو په تمه په یوه غیر رسمي سفر تللی وه، خو تېره ورځ پاکستان ته بغیر د ټرمپ ادارې کوم چارواکې سره د کومې لیدنې ناهیلی ستون شوی .
په عین حال کې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، چې په رسمي بلنه واشنګټن ته تللی و، د ټرمپ ادارې له لوړپوړو چارواکو سره یوه اونۍ وخت تېر کړ. نوموړی بېرته هندوستان ته داسې مهال ستون شو چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ ترهګریزو بریدونو کې تورن د پاکستان لشکر طیبه ډلې غړی طاهر حسین، چې امریکا کې نیول شوی و، د هندي چارواکو ته وسپارل شو.
د پاکستان لپاره، د ډار بې نتیجې سفر او د هند له چارواکو سره د ټرمپ ادارې نږدې تعامل، د سیمې د سیاسي معادلاتو په اړه مهم سیګنالونه ورکوي.